IQNA

 د اسلامي ملګرتیاموسیې په سوډان کې د اوربند غوښتنه وکړه

8:39 - November 01, 2025
د خبر لمبر: 3491948
ایکنا - د اسلامي ملګرتیا موسیسې په  سوډان کې  له  ښکېلو خواوو څخه غوښتنه  کړې چې د دې هېواد په کچه د دایمي اوربند ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د اسلامي ملګرتیا موسیسې  د یوې اعلامیې په ترڅ کې د سوډان په وروستیو پېښو باندې اندېښنه څرګنده کړې او په القاشر ښار باندې د « چټک ملاتړ ځواک» د  بریدونو په ترڅ کې د بشري حقونو جدي  خلاف ورزي په سخته   محکومه کړه.

دغې موسیسې  چې مرکزه ئې دعربستان  په جده کې دی، نړیوالو بشري حقوقو ته د چورلټ  احترام، د ملکي وګړو د ساتنې او د  اړتیا وړ کسانو لپاره د بشري مرستو د  بې ځنډه لاسرسي تضمینولو غوښتنه وکړه. همدارنګه د جده اعلامیه چې د ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې په ۱۱ نېټه (۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲) لاسلیک شوې وه، د احترام  غوښته ئې وکړه.

د اسلامي ملګرتیا موسیسې بیا هم د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ، څو د فوري بشري اوربند ترلاسه کولو لپاره چې د عمومي او دایمي سولې د پروسې بنسټ وي، اقدامات وشي. دغه موسیسه په دې باوري ده  چې د اوربند هره هڅه به د سوډان د خلکو ژوند خوندي کړي، د هغوي درد کم کړي، او دغه هېواد کې د یووالي، حاکمیت، امنیت، ثبات او د مځکنئ بشپړتیا ساتنه وکړي.

په وروستیو ورځو کې، سوډاني چارواکو، ملګرو ملتو او نورو نړیوالو موسسو په الفاشر ښار کې «د چټک ملاتړ ځواک» د ملکي وګړو پر وړاندې د «وژلو  او د  بشري حقونوپه پراخې خلاف ورزئ تورن کړل.  په دغو تورونو کې فوری  پانسي کیدا ، بندی کیدا او د خلکو د بې ځایه کول  شامل دي. دغه ځواکونه چې له یو کال څخه زیاته موده کیږی چې  الفاشر ښار ئې کلابند کړی وو، د یکشنبې په ورځ ئې په دغه ښار  برید وکړ. خو « د  چټک ملاتړ ځواک» دغه تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو او  ځاي سرچینو له مخې، په سوډان کې د کورني جګړې په ترڅ کې کابو  ۲۰ زره کسان وژل شوي او له ۱۵ میلیونو څخه زیات کسانو د داخلي کډوالۍ او پناه غوښتنې پر مهال خپل کورونه پرېښي دي. د یو  امریکایي پوهنتون د څېړنو له مخې، د قربانیانو شمیر کابو یولک دیرش زره   کسان اټکل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4313676

captcha